د نړۍ ۲۷ هېوادونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر ا.ا غږ کړی چې ژر تر ژره له شپږم پورته د نجونو تړلي ښوونځي پرانيزي. دا اعلاميه چې تېره شپه ناوخته خپره شوه، بريټانيې، قطر،امريکا، استراليا، بنګله ديش، بلجيم، کاناډا، چاد، فرانسې، جرمني، يونان، هنګري، اندونيزيا، ايرلنډ، ايټاليا، جاپان، لبنان، لاتويا، ناروې، پولنډ، سلوانيا، سريلانکا، سويډن، ترکيې، ترکمنستان، عربي اماراتو او دوو ټاپوګانو لاسليک کړې ده. په اعلاميه کې ټينګار شوی چې د نجونو پر زده کړو محدوديتونه د افغانانو د هيلو او غوښتنې خلاف دي. د ا.ا چارواکو د نړيوالې د دې اعلاميې په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي. د ا.ا چارواکو په لومړيو کې د نجونو د زده کړو لپاره د ميکانيزم رامنځته کول، وروسته بيا له ديني عالمانو سره مشورې او په وروستيو مواردو کې بيا د نجونو له زده کړو سره د ولسونو حساسیت د ښوونځيو د نه پرانيستل کېدو دلايل ښوودلي دي.
































