د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي چې پرون يې په يوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام اباده ۳۱۱ نور افغان کډوال هم انتقال کړي دي. د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فريزر ويلي چې له اسلام اباده تازه لېږدول شوي افغانان د کاناډا پخواني همکاران او د هغوی د کورنيو غړي دي. په ټوله کې د تېر کال له اګسټ مياشتې وروسته کاناډا ته د انتقال شويو افغانانو شمېر ۲۲۵۸۱ تنو ورسېد. د کاناډا چارواکي وايي چې په لېږدول شويو کسانو کې پنځو زرو ته د کډوالۍ ځانګړې او پاتې نورو ته بيا بشردوستانه ويزې ورکړل شوې دي. دغه هېواد ژمنه کړې چې د ۴۰ زرو په شاوخوا کې افغانانو ته به دايمي استوګنه ورکړي چې د معلوماتو پر بنسټ د کاناډا له لوري د کډوالو د منل کېدو تر ټولو لويه ژمنه ده.
































