د برېتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د دې هېواد پر وګړو غږ کړی چې سر له نن په انګلنډ کې د عامو بازارونو له بېرته پرانیستل کېدو وروسته دې په ډاډه زړه دوکانونو او مغازو ته لاړ شي او سوداګانې دې وکړې. خو ټینګار یې کړی چې خلک باید خپلمنځي واټن او نورو روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي. ټاکل شوې ده چې په بریتانیا کې سر له دوشنبې د غیر اړینو توکو دوکانونه او مغازې له کابو درې میاشتني بندیز وروسته بېرته پرانیستل شي. په برېتانیا کې له تېرو څو اوونیو راهیسې د کورونا وېروس وضعیت په ښه کېدو دی او حکومت له همدې کبله ډېریو کاروبارونو ته د فعالیت اجازه ورکړې. د یکشنبې په ورځ په برېتانیا کې ټولټال د کرونا ناروغۍ له کبله ټولټال ۳۶ مړینې ثبت شوې، چې د مارچ میاشتې راهیسې د ورځنیو مړینو تر ټولو کم شمېر دی. له دې سره په بریتانیا کې د ټولو مړو شمېر له ۴۱ زرو اوښتی. لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، د کاروبارونو بېرته پرانیستل کېدو ته خوښ دی، خو د خلکو خوندیتوب او روغتیا تر هر څه مهم دي.
































