د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دې هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره نااهله بې کفایته اعلان کړ. کمېسیون ویلي چې خان په دې موده کې د ولس استازیتوب نه شي کولی. پر عمران خان تور دی چې د توشه خانې په ډالیو کې یې فساد کړی خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ده په دې ډالیو پیسې ورکړې او غلا کړې یې نه دي. توشه خانه کې د نورو هېوادونو لخوا پاکستاني چارواکو ته ورکړل شوې ډالۍ ساتل کیږي. هاخوا نن د پاکستان د ټاکنو کمېسیون مخکې د ډزو غږونه اورېدل شوي خو په دې اړه ډېر جزﺉیات نه دي ورکړل شوي.
































