د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، غواړي چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې بيا نوماند شي. هغه دا څرګندونې له اېن بي سي ټلويزيون سره په خپله وروستۍ مرکه کې، چې تېره شپه خپره شوه، کړې دي. بايډن ويلي چې لا يې رسمي پرېکړه نه ده کړې خو نيت لري چې يو ځل بيا د امريکا د ولسمشرۍ لپاره سيالي وکړي. بايډن په داسې حال کې ولسمشرۍ ته د نومانديدو په اړه د خپلې ارادې څرګندونه کوي چې راتلونکې میاشت به يې د عمر ۸۱يم کال پيل کړي. که هغه د ۲۰۲۴ کال ولسمشريزې ټاکنې وګټي نو د امريکا په تاريخ کې به د تر ټولو سپين ږيري ولسمشر لقب خپل کړي.
































