له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، چې د دې کمېسیون له پیله تر اوسه سلګونه افغان شخصیتونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د ویاند احمدالله وثیق په وینا دوی هڅه کوي چې یو افغان هم د وېرې او ترهې د احساس له امله له افغانستانه بهر پاتې نه شي. نوموړي ویلي چې مسلکي او تکړه راستنو شویو کسانو ته په نظام کې کار ورکوي.
































