لسګونو زرو اروپا مېشتو ايرانيانو پرون په برلین کې د ايران د اخوندي رژيم پر خلاف لاريون وکړ. لاريونوالو د ايراني رژيم پر خلاف شعارونه ورکول او له ايران مېشتو سره يې د پيوستون اعلان وکړ. د جرمني پوليسو ويلي چې د لاريونوالو شمېر شاوخوا اتيا زره تنه و چې د اروپا له مختلفو هېوادونو څخه برلين ته ورغلي وو. لاريونوالو د کردانو بيرغونه هم لېږدول او ايران کې د ننه يې د لاريونوالو پر خلاف د اخوندي رژيم تاوتريخجن اقدام وغندل. د يادونې وړ ده چې ايرانيانو پنځه اونۍ مخکې د تهران د اخلاقي امنيت پوليسو له لوري د بې حجابۍ په تور د يوې کردۍ پېغلې تر شکنجې او وژنې وروسته پراخ اعتراضونه پيل کړل. اخوندي رژيم د لاريونوالو د ځپلو لپاره په تاوتريخوالي لاس پورې کړی چې تر دې مهاله يې له کبله د ۲۰۰ په شاوخوا کې معترضين وژل شوي دي.
































