د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د مېرمنو ونډه کمه شوې ده. ګوتريش د مېرمنې، سولې او امنيت په نوم د امنيت شورا تر غونډې دوه ورځې وروسته په يوه ټويټ کې ويلي چې د مېرمنو په برابرې ونډې او رهبرۍ سره په ټولنو کې سوله ټينګېدای شي. ګوتريش ويلي، شواهدو څرګنده کړې چې د ښځو په ګډون د سولې مذاکرات تر نورو بريالي او په پايله کې يې کېدونکي د سولې تړونونه هم پايدار وي، خو وروستيو کې د سولې په مذاکراتو کې د مېرمنو ونډه کمه شوې ده. د ګوتريش دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې اروپا او افريقا کې د جګړو او نااراميو له کبله نړيوال کړکيچونه د پراخېدو په حال کې دي، د سون توکو بيې لوړې شوې، د خوړو خونديتوب له جدي ګواښ سره مخ دی او د اوکراين په جګړه کې د اټومي وسلو د کارېدو اندېښنې پراخې شوې دي.
































