د فرانسې لومړي وزیر ایمانویل مکرون په تازه اقدام کې په فرانسه کې ځینو کاروبارونو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده. نوموړي ویلي چې سر له دوشنبې په فرانسه کې هوټلونه، رسټورانټونه او د څښاک ځایونه پرانیستي وي. هغه همدا راز ویلي چې له لیسو پرته به ښوونځي هم پرانیزي او د نورو بندیزونو د لرې کولو پر طرحو هم کار روان دی. همدا راز فرانسوي وګړي له دې وروسته کولی شي د اروپا نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي. مکرون ویلي چې د کرونا پر وړاندې بریالي دي او دغه ویروس ته یې ماته ورکړې ده. خو هغه بیا هم پر خلکو غږ کړی چې لویې غونډې دې نه جوړوي او ټولنیز واټن دې مراعات کړي. فرانسي داسي مهال دغه اقدام کړی چې په دغه هېواد کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۹۴۰۹ او د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۷۲۲۰ ته رسېدلی دی.
































