د افغانستان سياستوال عبدالغفور جمشيدي په ۲۰۱۹م کال کې د چين په پلازمېنه بېجينګ کې د نيم کال لپاره يوه کاري روزنه کې ګډون کړی او د چين زياتو ځايونو ته يې سفر کړی. د ده لپاره د يادونې وړ خبره ده، چې د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه يعنې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اوويايمې کليزې په وخت کې د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې په نمانځغونډه کې ګډون کړی او د چين د پرمختګ په اړه خپل ژور احساسات لري.

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس تازه پای ته رسېدلی او د دغه ګوند د شلمې دورې مرکزي کميټې په لومړۍ غونډه کې د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي مشرتابه ارګان وټاکل شو او شي جين پينګ يوځل بيا د دغې کميټې د عمومي منشي په توګه منتخب شوی دی. ښاغلي عبدلغفور جمشيدي په دې هکله وويل: د چين کمونېست ګوند د دغه هېواد خلکو ته ډېره پاملرنه کوي او زما په فکر د دغه ګوند رهبر شي جين پينګ د هېواد په دننه کې ښې تګلارې او له نړيوالو سره د اړيکو لپاره ښه ډيپلوماسي غوره کړې. د شي جين پينګ په مشرۍ د چين مرکزي حکومت د اقتصادي پرمختګ او د صنعتي چارو د پرمختګ په چارو کې ډېې هلې ځلې کړې دي، چې نړۍ ته يو لوی بازار برابروي. زه په نړيوال سياست کې بې طرفه دريځ لرم، خو زما په اند تر اوسه پورې د شي جيڼ پينګ تګلارې سمې، ګټورې او بريالۍ دي. زما په اند هغه به په راتلونکې کې و کولی شي چې نور پرمختګونه تر لاسه کړي.
شي جين پيڼګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د نوې دورې سياسي بيورو دايمي غړو او د چيني او بهرنيو خبريالانو تر منځ د کتنې په وخت کې وويل: د چين د اقتصادي پرمختګ مثبت تمايل نه بدلېږي او دغه هېواد به پر هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون او باکيفيته پرمختګ ټينګار وکړي او د خپل پرمختګ له لارې به نړۍ ته زيات فرصتونه برابر کړي. ښاغلي عبدلغفور جمشيدي وويل، چې چين تل لومړی اقتصادي پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي او په نړۍ کې بېطرفه سياسي تګلارې غوره کوي او هېڅکله يې په نړيوالو جګړو کې لاس نه دی لرلی. چين نه غواړي د جنګ په باره کې مصرف وکړي، ځکه چې جنګ ته اړتيا نه لري، خو د خپل اقتصاد او د خپلو خلکو لپاره زحمت کوي.
شي جين پينګ وويل، په داسی حال کې چې نړۍ له بې سارو ننګونو سره مخ شوې، د چين کمونېست ګوند تل پدې نظر دی، چې د انسانانو برخليک دې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لخوا وټاکل شي. که بېلا بېل هېوادونه د بشريت د ټولو ښکېنو مفکوره عملي کړي، نو په همغږۍ سره به په ګډه ژوند وکولی شي، د ګډو همکاريو له لارې به ګډې ګټې تر لاسه کړي او په ګډه به د نړۍ لپاره لا ښه راتلونکی جوړ کړي. په دې هکله ښاغلي عبدلغفور جمشيدي وويل: نړيوال حالات ډېر پچيلي دي. امريکا نه غواړي چې هېڅ هېواد د دوی په پرتله غښتلی وي، نو د تايوان د مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. چين له دغې ننګنې سره مخ دي او بايد دغه ډول مسئله حل کړي او خپل توان دې لا نور پياوړی کړي، چې په نړيوال اقتصاد کې لا نور مهم رول ولوبوي او په ټوله نړۍ کې خپله سياسي ابرو او عزت لا نور لوړ کړي.
































