په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت پرلهپسې اندېښنې ښېي، د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د پرمختګ خبره کړې ده. د دغه سازمان د افغانستان څانګې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانستان تر بل هر وخت اوس د پولیو بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی. د عامې روغتیا وزارت چارواکي د واکسین ښه او پر وخت تطبیق د پولیو د قابو کولو یوازنی لامل بولي. په افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو تېر ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر څلور ته را ټیټ شو او سږ ۲۰۲۲ کال کې تر اوسه دوه پيښې ثبت شوي چې یوه یې په پکتیکا او بله په کونړ ولایت کې ده.
































