د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي ا.ا ژمن دی چې په هېواد کې د سوداګرو د پانګونې او سوداګرۍ د هوساینې لپاره ښه شرایط او اسانتیاوې برابرې کړي. متقي په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نندارتون څخه د لیدنې پر مهال سوداګرو او کورنیو پانګوالو ته بلنه ورکړې، چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او ا.ا د دوی د ژوند او پانګې د خوندیتوب لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي. نوموړي ویلي ا.ا به هڅه وکړي چې په نړیواله کچه د افغاني تولیداتو د خرڅلاو لپاره ښه بازار پیدا کړي. متقي دغه راز هیله څرګنده کړې، چې په راتلونکو میاشتو او نوي کال کې به له هېواده بهر د افغانستان د مېوو او نورو محصولاتو د صادراتو لپاره ښه شرایط برابر شي.
































