د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازی حسين کاظمي قمي ويلي چې دا مهال ۵۲۰ زره افغان ماشومان د ايران په ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي. هغه ډاډ ورکړی، تر هغې چې د افغانستان اقتصادي، سياسي او اجتماعي وضعيت نسبتاً ښه شوی نه وي نو افغان کډوال به په ايران کې پاتې وي. نوموړي دغه راز ويلي چې هېواد يې د افغانستان له حالاتو تر ټولو هېوادونو ډير اغېزمن دی او هيڅ هېواد د ايران په اندازه افغان کډوالو ته د وړيا زده کړو زمینه نه ده برابره کړې. د قمي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې رسنيو کې وخت ناوخته له افغان کډوالو سره د ايراني چارواکو د ناوړه چلند راپورونه ورکول کیږي.
































