د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله وال تېره شپه د خوست په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اتو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د سرچینې په خبره ناپېژانده وسله وال د خوست ګل په نامه د یوه کس کور ته ورځي، د کورنیو پر غړو یې ډزې کوي چې دده او مېرمنې په ګډون یې د کورنۍ اووه غړي وژني. د سیمې اوسېدونکي وایي چې په پېښه کې د خوست ګل د مېرمنې په ګډون د هغه درې لورانې او دوه زامن وژل شوي او یو ماشوم ټپي دی. ځایي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه پلټنه کوي خو ښایي پېښه د شخصي دښمنۍ له امله وي. بلخوا د قرباني شوي کس ورور وایي چې دوی له هېچا سره دښمني نه لرله او حکومت باید په دې اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي.
































