د افغانستان بانک چارواکو له دغه بانک سره د هندوستان د فني مرستو او همکاريو خبر ورکړی. ياد بانک ویلي، چې په دې اړه د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر ادریس په افغانستان کې د هندوستان د فني ماموریت له ریيس بهارات کومار سره لیدلي. سرچینه زیاتوي په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد د اقتصادي وضعیت، همغږۍ او د بانکي چارو په اړه د متقابلو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې عبدالقاهر ادریس ویلي، چې د افغانستان بانک د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د قوانینو په چوکاټ کې ښو او غوره بانکي اړیکو ته ژمن دی او غواړي، چې په دې توګه په بانکي سکټور کې په ملي او نړیواله کچه آسانتیاوې رامنځته کړي. د هند د فني ماموریت رییس بهارات کومار د افغانستان بانک چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې هند به له افغانستان سره د بانکي سکټور په برخه ګډو همکاریو او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.
































