د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافیره مېرمن کرن ډېګر وايي، چې په ترکيه کې له یو شمېر افغانانو سره د ليدنو په موخه دغه هېواد ته تللې ده. هغې پر خپله ټویټر پاڼه ليکلې چې ترکيې ته په دې موخه پر سفر تللې، څو هلته له مېشتو افغانانو څخه واوري. نوموړې ويلي، د دې خبرو لپاره پلان تېره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې جوړ شو او دا يو له هغو ډېرو پلان شویو سفرونو څخه دی چې له افغان ولس سره په هر ځای کې لیدنه کوي. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ هم تېره میاشت په ترکيه کې د پخواني افغان حکومت له يو شمېر چارواکو، سیاسیونو، پوځي او ملکي افسرانو، ژورناليستانو او د مدني ټولنې فعالانو سره ليدلي وو.
































