د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، د ناورین ځپلو ښځو د مرستې لپاره په ټول افغانستان کې یو شمېر مرکزونه جوړوي. دا خبره یادې ادارې پرون په یوه ټوېټ کې کړې ده. د راپورونو له مخې له ملګرو ملتونو سره به په دې کار کې د جاپان هېواد، د ژغورنې نړیواله کمېټه او د ښځو ځينې سازمانونه برخه ولري. تمه ده چې څه باندې پنځه زره ښځې د دې پروګرام له لارې مرستې ترلاسه کړي او تر څنګ یې د خپلو غونډو لپاره ځای ولري.
































