ناروې د افغانستان په اړه د بحثونو لپاره د یوې مهمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې دایمې استازولۍ په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې که څه هم د دغه غونډې دقیق وخت نه دی ښودلی خو ویلي دي چې د بندو دروازو تر شاه به د افغانستان په اړه په بېلابېلو مسایلو په کې بحثونه وشي. په اعلامیه کې راغلي چې غونډې ته د امنیت شورا پنځه دایمې غړي هېوادونه بلل شوي دي، خو د ګډون کوونکو هېوادونو نومونه نه دي اخيستل شوي. د خبرپاڼې پر بنسټ، دې غونډې ته به د افغانستان د وضعیت په اړه په ياد هېواد کې د ملګرو ملتونو استازی معلومات ورکوي.
































