د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا خبرداری ورکړی چې سخت ژمي ته د چمتووالي لپاره وخت په ختمېدو دی. اوچا نن په يوه راپور کې ويلي چې ۷۹ سلنه افغان کورنۍ په راتلونکي ژمي کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره امکانات نه لري، ۷۹ سلنه نور بيا اړ دي چې د ژمي تر راتلو مخکې خپل کورونه بيا ورغوي او دغه راز ۵۶ سلنه نور بيا د خپلو ماشومانو لپاره ګرمې ژمنۍ جامې نه لري. د اوچا دا خبرداری په داسې حال کې دی چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې په هېواد کې د سړو کچه لوړيږي او د واورې د اورښت له کبله د ډيرو سيمو لارې بنديږي. د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو له تېرو څو مياشتو راهيسې ژمي ته د چمتووالي لپاره د بسپنو د راټولولو غوښتنه کوله. د خوړو نړيوال پروګرام تېره اونۍ وويل چې ميليونونو افغانانو ته يې د خوړو د برابرولو پروګرام پيل کړی چې په لرې پرتو سيمو کې د خوراکي توکو ذخيره کول هم پکې شامل دي.
































