امريکا د بهرنيو چارو او خزانې وزارتونو د ايران پر ۱۴ چارواکو او دريو ادارو نوي بنديزونه لګولي دي. په چارواکو کې درې د سپاه پاسداران قوماندانان او اووه تنه د زندانونو د تنظيم مسوولين شامل دي. پر دوی د بشري حقونو د پراخ نقض تور پورې شوی دی. تر بنديزونو لاندې راغلو ادارو کې بيا د ټکنالوژيکي زده کړو يو انسټيټيوټ شامل دی چې ويل کيږي د ايران د استخباراتو تر مستقيم څار لاندې فعاليت کوي او د لاريونونو پر مهال د انټرنيټي خدمتونو په اخلال، سانسور او نظارت کې پراخ رول لري. د بوشهر زندان هم تر بنديزونو لاندې راغلی او ويل شوي چې دغه زندان کې په پراخه کچه بشري حقونه نقض کيږي او دغه راز پر يوه بل خصوصي شرکت هم تور پورې شوی چې له ايراني واکمنانو سره نږدې اړيکې او د لاريونونو په ځپلو کې مهم رول لوبوي. پر دغه شرکت هم بنديزونه لګول شوي دي. د امريکا د بنديزونو په لېست کې د شاملو چارواکو او ادارو شتمنۍ ضبط کيږي او خلک نه شي کولی چې له دوی سره پولي معاملې وکړي. غير امريکايي وګړو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې که د بندیزونو په لېست کې له شاملو دغو ايراني اشخاصو سره پولي معاملې وکړي نو د بندیزونو په لېست کې به شامل شي.
































