غلام صدیق مخترع چې په بېلابېلو برخو کې یې لږ تر لږه ۳۴۴ اختراع ګانې کړې وې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. نوموړي خپله لومړنۍ اختراع په څوارلس کلنۍ کې وکړه او په دې برخه کې یې ځانګړی مهارت درلود. غلام صدیق مخترع په تخنیکي برخه کې په بېلابېلو ادارو کې دندې تر سره کړې دي او ۳۴۴ داسې اختراع ګانې یې کړې وې چې له ټولو څخه یې په عملي ډول ګټه اخیستل کېده. خو نوموړي به تل له رسنیو سره په خبرو کې د حکومت له چارواکو ګیله کوله، چې کار او اختراع ګانو ته یې ارزښت نه ورکوي او امکانات نه ورته برابرېږي. دده اختراع ګانې د ځینو بهرنیو تخنیکي شرکتونو لخوا هم منل شوې او ستایل شوې وې. غلام صدیق مخترع چې اوس مهال یې په کابل کې د بې وزلۍ ژوند تېراوه د ۸۰ کلونو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له کبله کابل کې وفات شوی دی.
































