امریکایي چارواکي وایي تر هغه چې د کرونا ویروس ضد واکسین نه وي جوړ شوي نو دغه هېواد ته به د بهرنیانو پر ورتګ بندیز پر خپل ځای وي. د امریکا د عفوني ناروغیو مسوول او د کرونا ضد د مبارزې کمېټې غړی آنتوني فاوچي په تازه څرګندونو کې ویلي چې ښایي په امریکا کې څو میاشتې نور هم کرونا ویروس د پراختیا په حال کې وي. دده په خبره دې وضعیت ته په کتو تر هغه چې د کرونا ضد واکسین نه دي جوړ شوي باید امریکا ته د بهرنیانو پر سفرونو بندیزونه پر خپل ځای وي. له دې سره جوخت دغه امریکایي چارواکی وایي چې ښایي د ۲۰۲۰ کال په وروستیو او یا هم د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې د کرونا ضد واکسین په جوړولو بریالي شي. دمګړی امریکا له ګڼو هېوادونو د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی. بلخوا وروستۍ شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېر ۱۱۷۸۵۸ او د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۶۲۲۲۸ ته ر سېدلی دی.
































