عامې روغتیا وزارت وایي د کرونا د پراختیا سرعت او مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې خلکو د اختر په ورځو کې ټولنیز واټن نه و مراعات کړی چې له همدې امله د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې وي او په روغتونونو کې ګڼه ګوڼه وه. سرچینه وايي اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی او که خلک همکاري وکړي د مثبتو پېښو شمېره به نوره هم ټيټه شي. عامې روغتیا وزارت همدا راز وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلو لابراتوارونو کې ۱۵۵۷ مشکوکې پېښې ارزولې دي چې له دې ډلې ۷۶۱ یې مثبتې وې. د سرچینې په خبره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۵۵۲۷ ته رسېدلی دی. همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي او د ټولو مړو شوو شمېر ۴۷۸ ته رسېدلی دی.
































