په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۱۰۷زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۰۷ زره ۷۵۶ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۷۷۴ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه او تالک پوډر دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
































