د ازبکستان ولسمشر د اروپايي شورا رییس سره په خبرو کې ټینګار کړی چې افغانستان باید یوځل بیا سیمې او نړۍ ته په یوه ګواښ بدل نه شي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف پرون د اروپايي کمېسیون د رییس شارل مېشل کوربه و، چې په بحثونو کې یې پر نورو مسایلو سربېره یوه مهمه موضوع د افغانستان حالات و. د اروپايي شورا د بیان له مخې دواړو مشرانو د افغانستان د بشري وضعیت، په دې اړه چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ لپاره په یوه ګواښ بدل نه شي، د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو، او همداراز د بشري حقونو، په تېره د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو بحث کړی دی. دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ژمي په درشل کې د افغانستان بشري وضعیت یوه لویه اندېښنه ده او باید د دې هېواد خلکو ته بشري مرستې چمتو شي.
































