د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي هېواد کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده. نوموړی وايي هڅه کوي هغه افغان پانګوال چې په متحده عربي اماراتو، ترکيې، ایران، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې یې لسګونه میلیارده ډالره پانګونه کړې بېرته افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي. دی زیاتوي چې په متحده عربي اماراتو کې يې په همدې موخه له ځینې افغان پانګوالو سره ناستې ترسره کړې او دې بهیر ته به په راتلونکې کې هم دوام ورکړي. ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي په دوبۍ، پاکستان، ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې افغانانو په لویه کچه پانګونه کړې، چې د یادې پانګونې حجم له ۵۰ میلیاردو ډالرو دس. دوی زیاتوي چې که د ا.ا لخوا د هغو هېوادونو په پرتله چې افغانان پکې پانګونه کړې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، افغان پانګوال تیار دي چې خپلې پانګې هېواد ته راوړي.
































