په سوماليا کې د دوو چاودنو له کبله په ۱۰۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي. رويټرز خبري اژانس وايي چې پرون د سوماليا په پلازمينه موګاډيشو کې لومړی د هغه هېواد د پوهنې وزارت ديوال ته څېرمه موټربم بريد او ورپسې د غرمې مهال د يوه رستورانت مخې ته چاودنه وشوه چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان شول. د بريد د قربانيانو لويه برخه ملکي وګړي دي. د چاودنو پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندې د ورته بريدونو مسووليت الشباب ډلې ته راجع کېده.
































