د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي چې له واټونو د سوالګرو د راټولولو کمېسيون تر دې مهاله کابل ښار کې ۱۴ زره او ۳۹۳ سوالګر را ټول کړي دي. اقتصادي معاونيت وايي چې د راټولو شويو سوالګرو مطلق اکثريت يا نهه زره او ۱۵۴ هغه مېرمنې دي چې له ډلې يې يوازې درې زره او ۳۸۶ مستحقې او پاتې ټولې کسبي سوالګرې دي. د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت د راټولو شويو نارينه سوالګرو شمېر ۱۳۲۸ تنه او د ماشومو سوالګرو شمېر بيا درې زره او ۹۱۱ تنه ښودلی چې له ډلې يې ۱۷۵۲ تنه مستحق او نور ټول کسبي سوالګر بللي دي. اقتصادي معاونيت وايي چې مستحق سوالګر د مياشتني معاش د ترلاسه کولو لپاره سرې مياشتې ته ور پېژندل شوي او له کسبي سوالګرو تضمين اخيستل شوی چې بيا به په سوال کولو لاس نه پورې کوي. د يادونې وړ ده چې د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت د زمري له ۲۲ مې نېټې راهيسې په کابل ښار کې له واټونو د سوالګرو را ټولول پيل کړي او ويلي يې دي چې دا لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځوي.
































