د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مسووله دومینیک ایزابل هاید د افغانانو د بشري اړتیاوو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په هدف کابل ته راغلې ده. هغې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اوسمهال په کابل کې ده او په دې سفر کې به له مسوولینو او یو شمېر افغان مېرمنو سره وګوري.
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ لیکلي چې په روان میلادي کال کې له ۴.۶میلیونه افغانانو سره د دوی له خوا د نغدو پیسو او د کورونو د وسایلو مرسته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۹۳ سلنه خلک له لوږې سره مخ دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
































