د هند د ګجرات ایالت چارواکي وایي د سلو کلونو یو زوړ پل چې تازه تر رغېدو وروسته پرانیستل شوی و نړیدلی چې ۷۸ تنه پکې وژل شوي او تر سلو ډیر ټپيان دي. د دې ایالات یو وزیر بریجیش میراج ویلي چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي. چارواکو ویلي چې د پله په سر د ماشومانو او مېرمنو په ګډون څه باندې ۵ سوه کسان ولاړ و چې یو دم یې مزي وشلیدل او بسته پل سیند ته ولوید. د راپورونو له مخې دا خلک د پله په سر د یو ستر مذهبي جشن د لمانځلو لپاره راټول شوي و.
































