د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر ادریس د پاکستان له تجارتي اتشې کوثر علي سره د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي ودې او مالي او بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د مرکزي بانکونو تر منځ د مالي او بانکي اړیکو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ، د ظرفیت لوړونې، د سوداګرۍ د ودې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث کړی دی. دا لیدنه داسې مهال شوې چې د افغانستان د صرافانو ټولنې خبرداری ورکړی، چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق زیات شوی دی.
































