د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو له همغږيکوونکي رامز الاکبروف سره لیدلي دي. دغه وزارت زیاته کړې چې روزا اوتونبایوا د دې لیدنې پر مهال په خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړېدو پروژې د امنیت ټینګښت برخه کې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه ستاینه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم د ملګرو ملتونو د کاري خوندیتوب، د امنیت ټینګښت او ورسره د نورو همکاریو برخه کې د یوناما مشرې ته ډاډ ورکړی دی.
































