یو شمېر بهرنیو پانګوالو د سوداګرۍ او صنایعو له سرپرست نورالدین عزیزي سره په کتنه کې په افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې ګډونوالو پانګوالو د پانګونې اندازه، د ماشینرۍ د نصب لپاره د ځمکې ساحه او له یو ټن ډبرو سکرو څخه د تولید شوې برېښنا اندازه مشخصه کړې ده. دوی دغه راز په کابل ښار کې له راټولو شویو کثافاتو څخه د تېلو د تولید په اړه هم خپل راتلونکی پلان شریک کړی دی. په همدې حال کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي يې دي، دوی له یادو پانګوالو سره هرډول همکارۍ ته چمتو دي.
































