د افغانستان لویه څارنوالي وایي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر د دوسیې څېړنه روانه ده. د ولسي جرګې غړي وایي د بامیانو پخوانی والي او د اطلاعاتو او فرهنګ نوی سرپرست وزیر له وظیفوي صلاحیتونو په ناوړه استفادې، غیر قانوني کېندنو، د تاریخي اثارو خپلسرې پلټنه، د ملي امنیت شورا او ملي شورا له اوامرو په سرغړونه او د لویې څارنوالۍ د هدایاتو په نه عملي کولو تورن دی. اوس د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي چې تر دې دمه طاهر زهیر په رسمي توګه نه دی تورن شوی او دوسیه یې تر څېړنې لاندې ده. دده په خبره همدا چې د دوسیې څېړنه یې بشپړه شي دوی به د افغانستان قوانینو ته په پام په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
































