روسیې پر اوکراین له پنځوسو ډېر توغندي توغولي چې د پلازمېنې کيېف په ګډون یې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مهمې ودانۍ په نښه کړې دي. راپورونه وايي، په تازه بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او په ځینو سیمو کې اوبه او برېښنا هم د بریدونو له امله پرې شوې دي. په شمال ختیځ خارکيېف کې د برېښنا رسولو ودانۍ په توغندیو ویشتل شوې دي. د بریدونو له خطر سره مخ ځينو سيمو نه ځايي خلکو له نورو ممکنه بریدونو د خوندیتابه لپاره خوندي ځایونو ته ځانونه رسولي دي. د اوکراین د هوايي ځواک ویاند ویلي، روسي ځواکونو د پراخو بریدونو لپاره ستراتیژيک بمونه کارولي دي.
































