د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په دې وروستیو کې په دوحه کې له ا.ا سره پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي. هغه په کابل کې د ایمن الظواهري د مړینې په اړه راپورونو ته په اشارې سره وویل چې ا.ا د دوحې د اعلامیې خلاف عمل کړی دی. ا.ا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې ویلي و، چې امریکا له دوی سره د القاعدې د مشر د مړینې سند نه دی شریک کړی او په کابل کې یې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید د دوحې خلاف ورزي بللې.
































