له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې ويلي چې افغانستان کې له نشه يي توکو د کروندګرو عوايد درې برابره شوي دي. يادې ادارې په يوه راپور کې ويلي چې روان کال افغانستان کې د نشه يي توکو کښت ۳۲ سلنه ډير شوی او ۲۳۳زره هکتاره ځمکې ته رسېدلی دی. راپور کې دغه راز ويل شوي چې د ط البانو له لوري د ترياکو پر کښت، توليد او قاچاق د بنديزونو تر اعلان وروسته د اپينو بيې لوړې شوې، له همدې کبله له دې درکه د کروندګرو عوايد ۱.۴ ميلياردو ډالرو ته رسېدلي دي. تېر کال له دې درکه افغان کروندګرو ۴۲۵ ميليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي وو. له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل راپور کې پر نړيوالو غږ کړی چې د افغانانو د اړتياوو په پوره کولو او دغه راز له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې مرسته وکړي.
































