د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند سیمه کې د یوه وسلهوال برید پر مهال دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله ویلي، برید د بلوچستان ایالت اړوند هرنايي شاهرګۍ کمان سیمه کې هغه مهال شوی چې سرتیري د وسلهوالو پر ضد پر چاڼیزو عملیاتو بوخت وو. د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې بیا ویلي، دغه برید کې دوه سرتیري او څلور وسلهوال وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ بلوچستان کې دغه عملیات داسې مهال روان دي چې څو ورځې وړاندې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د پاکستان د پوځ یو سرتېری او د پوځ د استخباراتي ادارې یو جاسوس یې نیولی دی. د پاکستان پوځ بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































