د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي چې په هېواد کې يې د ډيموکراسۍ راتلونکې له ګواښ سره مخ ده. بايډن تېره شپه په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل چې جمهوري غوښتونکي په ټاکنو کې ګډون کوي خو پايلې يې نه مني، چې له کبله يې په امريکا کې ډيموکراسي له ګواښ سره مخ شوې ده. بايډن ادعا وکړه چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ۳۰۰ نوماندانو رايه ورکوونکو ګواښلي او ويرولي دي چې دا چاره د امريکا په تاريخ کې ساری نه لري. د امريکا د ولسمشر جوبايډن دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د امريکا د کانګرېس ضمني ټاکنې وشي. اټکل کيږي چې جمهوري غوښتونکي به په ټاکنو کې ښه پايله ترلاسه او د سنا اکثريت به خپل کړي.
































