د کانونو او پټرولېم وزارت وايي، د مس عینک کان د استخراج لپاره لا زیاتې برېښنا ته اړتیا ده. د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور زیاتوي چې له دغه کان څخه د مسو د استخراج لپاره یې د برېښنا د برابرولو په موخه په بامیانو ولایت کې د ډبرو سکرو یو کان چې چارې یې د چینایي اېمسيسي کمپنۍ لهخوا پر مخ وړل کیږي ځانګړی کړی. د کانونو او پټرولیم وزارت د ولایتونو د کانونو او پټرولیم ادارو د رییسانو په ستاینغونډه کې په ډاګه کړې، چې هېچا ته به په ناقانونه توګه د کانونو کېندونو ته اجازه ور نهکړل شي. دلاور ویلي استخراج، اکتشاف او پروسس به ټول په افغانستان کې کېږي. د لوګر د مس عینک کان د کېندنې تړون په ۲۰۰۸ کال کې لاسلیک شو، خو لا تر اوسه یې د اېستنې چارې نه دي پیل شوي.
































