د رییس الوزار سیاسي مرستیال ویلي، دوی له قطر سره د اړیکو پیاوړتیا غواړي. نوموړي په کابل کې د قطر له سفیر سعید بن المبارک سره په کتنه کې ویلي چې دوی له قطر سره د اقتصادي اړیکو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا غواړي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي کبیر ویلي، ا.ا د قطر په همکارۍ له نورو هېوادونو سره هم ښې اړیکې غواړي، تر څو له افغانستان سره بشر دوستان مرستې زیاتې شي. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د قطر سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي و چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د یتیمو، معیبو لپاره د یو خیریه بنسټ دفتر پرانیزي.
































