ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې به په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي. د روسیې ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله ویلي چې مسکو به په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي. دا غونډه به د روانې میاشتې په نیمايي کې د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او ازبکستان د استازو په حضور کې جوړه شي. د کابلوف په وینا د دې غونډې اصلي محور د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خبرې دي. په دغې غونډه کې ا.ا ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.که څه هم ا.ا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د هغو ټولو غونډو هرکلی کوي چې د افغانستان د ښه نیت لپاره جوړیږي.
































