د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د را ایستلو د بهیر د چټکیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې په تیره یوه اونۍ کې په زرګونو افغان کډوال له دغه هیواد څخه را ایستل شوي دي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لړم د میاشتې له څلورمې تر یوولسمې دوویشت زره افغان کډوال د ایراني پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته بیرته افغانستان ته را لېږل شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې یوازې په تیرو دوو وروستیو ورځو کې ۳۶۳۲ افغان کډوال له ایران سره د هرات او نیمروز ولایتونو د سرحدونو له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي، چې ډېر یې په غیر قانوني ډول را ایستل شوي دی.
































