تر هغه وروسته چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ده د برید پړه د پوځ پر مشر او اوسني لومړی وزیر شهباز شریف ور واچوله اوس د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي، بې بنسټه او غیر مسوولانه تورونه د منلو نه دي. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، پوځ یې په غیر قانوني فعالیتونو کې د خپلو همکارانو ښکېلتیا په هکله د احتساب یو خپل نظام لري. د پوځ په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې له حکومته پر پوځ د بې بنسټه تورونو پورې کولو او د دې ادارې د بدنامولو چارې په هکله د پوښتنو، ګروېږنو غوښتنه کوي. بل لور د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، د بریدګر له نیول کېدو او اعتراف وروسته پر ده، ادارې او لومړي وزیر د تحریک انصاف مشرتابه له لوري د تورونو لګول ناسمه چاره ده. پر عمران خان تر برید وروسته نوموړي په یوه وینا کې لومړی وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ای اېس ای یو افسر تورن کړل، چې د ده د وژنې توطئه یې چمتو کړې وه.
































