عمران خان تر ټپي کېدو وروسته د لاهور په یوه روغتون کې د وینا پرمهال ویلي چې گوند یې د پوځ لخوا نه دی رامنځته شوی او دی د خلکو له منځه راپورته شوی نو ځکه پوه و چې د وژلو هڅه به یې وشي. عمران خان ویلي څلورو کسانو په یوه تړلي اطاق کې د نوموړي د وژلو پلان جوړ کړی چې ویډیو یې هم ورسره شته، او که پرې څه وشي دا ویډیو به خپره شي. تر دې مخکې د تحریک انصاف لوړپوړی غړی او د عمران خان نږدې کس رسنیو ته ویلي وو چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، کورنیو وزارت وزیر رنا ثناالله او جنرال فیصل نصیر په عمران خان د برید تر شا وو.
































