د کانکور د ۱۴۰۱ کال ازموينه کې چې شاوخوا ۱۴۵ زره کسانو پکې ګډون کړی و سليمان لومړی، محمدبشیر دویم او هدایت الله درپیم مقامونه ګټلي دي. د ازموينو ملي ادارې نن د کانکور پايلې اعلان کړې. د يادې ادارې مشر عبدالقدیر خموش په نننۍ غونډه کې وويل، سليمان له هرات ولایت څخه په یاده ازموينه کې له ۳۶۰ نومرو د ۳۵۵.۴ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ګټلی او د هرات ولايت معالجوي طب ته بریالی شوی دی. د هغه په وينا، محمد بشير له کابله د ۳۵۵.۳ نومرو په ترلاسه کولو سره په دویم او هدایت الله هـم لـه هـراتـه د ۳۵۴ نـومـرو په اخیستو درپیم مقام کې راغلي دي. د راپورونو له مخې، سږ کال د تلې په ۱۴ د افغانستان په ۳۳ ولایتونو او د تلې په ۲۱ او ۲۲ مه د کابل ولايت د کانکور ازموینه واخیستل شوه چې شاوخوا ۱۴۵ زره کسانو په کې ګډون کړی و چې شاوخوا ۴۵ زره تنه یې له کابل څخه وو.
































