په سالنګ کې د يوې ترافيکي له امله درې کسان مړه شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه تېره شپه د سالنګ لويې لارې “دوشاخ” سيمه کې د يوه فلانکوچ موټر د لوېدو له امله را منځته شوې ده. د سرچينې په وينا په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. بلخوا ويل کيږي چې د کابل _ کندهار لويې لارې پر سر د غزني ولايت اړوند د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن د کرولا ډوله او بار وړونکي موټر تر منځه د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي دي. افغانستان کې د ترافيکي زياتوالي اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کيږي.
































