د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې هېواد یې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي دي، خو نوموړي ټینګار کړی چې دغه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته ورکړل شوې وې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تهران د میاشتو راهیسې مسکو ته د وسلو د لېږد په اړه ناڅرګند پیغامونه ورکول. راپورونه وایي چې روسیې له دغو الوتکو څخه د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو سربېره د ملکي اهدافو د ویشتلو لپاره کار اخیستی دی.
































