د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وایي امریکا غوښتل په ایران کې هغه ډول بې ثباتي جوړه کړي لکه په ۲۰۱۱ کال کې چې د عربو د پاڅون له کبله په یو شمېر عربي او شمالي افریقايي هېوادونو کې راغلې وه. په داسې حال کې چې په ایران کې څه باندې ۵۰ ورځې کیږي ولس د یوې ځوانې نجلۍ مهاس امیني تر وژل کېدو وروسته پراخ لاریونونه پیل کړي او لا هم روان دي خو رییسي په خپلې وینا کې ویلي چې لاریونونه او بلوا توپیر لري او زیاته کړې یې ده هغوی چې په ایران کې بې ثباتي پیدا کوي، حساب کتاب به ورسره وشي. د ایران په ولسي لاریونونو کې ۳۱۴ تنه وژل شوي چې ۴۷ یې ماشومان دي.
































