بهرنیو چارو وزارت وايي، په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د ا.ا له استازو پرته نیمګړي دي. د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي و چې په مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړېږي، خو د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه نه لري. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا غونډه د روانې نومبر میاشتې په نیمایي کې جوړه شي. د ياد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای یتروشیف هغه ادعا ردوي چي د ط البانو اسلامي تحریک رامنځته کېدل یې امریکا ته منسوب کړي دي. ده زياته کړې، د ط البانو اسلامي تحریک د پخواني شوروي اتحاد لـه مـاتي وروسته، د خپل هېواد د ژغورنې لپاره د ولس له منځه را پورته شوی غورځنګ و چې په خپل وطن کې يې د اسلامی نظام لپاره مبارزه کړې، د نوييمو کلونو ملوك الطوائفي او وروسته يې بهرني اشغال له منځه یووړل او له اوږدې مشروع مبارزې وروسته بریا ته رسېدلی دی.
































